د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې لپاره د نوماندانو د بایومتریک ثبت پروسه د سرپل لوړو زده کړو موسسه کې پیل کیږي

د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې لپاره د نوماندانو د بایومتریک ثبت پروسه د سرپل لوړو زده کړو موسسه کې پیل کیږي
د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې لپاره د نوماندانو د بایومتریک معلوماتو ثبتولو پروسه د سرپل لوړو زده کړو موسسه کې د ملي ازموینو د ادارې بورډ لخوا د ادارې د مشرتابه سره په همغږۍ کې په رسمي ډول پیل شوې ده.
دا مهمه مرحله، چې د شفافیت ډاډمنولو، د سرغړونو مخنیوي او د نوماندانو د کره هویت ډاډمنولو لپاره ترسره کیږي، نن، سه شنبه پیل کیږي او سبا، چهارشنبه پای ته رسیږي.
نیټه: سه شنبه، ۱۲/۲۷/۱۴۴۶ هجري لمریز کال = ۴/۳/۱۴۰۴ هجري لمریز کال