د ( نوښت او ابتکار ) تر عنوان لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو

spu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۵۶
An educational seminar entitled "Innovation and Initiative" was held

د ( نوښت او ابتکار ) تر عنوان لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو

د سرپل لوړو زده کړو مؤسسې کې د محصلانو چارو علمي معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت د دعوت او ارشاد آمریت سره په همغږۍ، د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کنفرانسونو په عمومي تالار کې، د “نوښت او ابتکار” تر سرلیک لاندې یو روزنیز سمینار جوړ شو، چې لسګونو محصلینو پکې فعاله برخه واخیسته.

سمینار د مؤسسې د عمومي رئیس، الحاج مولوي سیدشاه «حمیدي» صاحب، په پرانېستونکې وینا پیل شو. نوموړي د نوښت او ابتکار د اهمیت او ارزښت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او محصلینو ته یې د هېواد د راتلونکي جوړونې مسوولیت ورپه غاړه کړ. ښاغلي رئیس صاحب وویل:

تاسې باید یوازې پر نظري زده کړو اکتفا ونکړئ، بلکې په خپلو اړوندو برخو کې د نوښت او ابتکار هڅه وکړئ. د ابتکار لپاره تجربه اړینه ده، له ناکامیو مه وېرېږئ، خپل باور له لاسه مه ورکوئ او پر ځان متکي اوسئ، تر څو خپلې موخې ته ورسېږئ.

ورپسې د شرعیاتو پوهنځي استاد، محترم شیخ صاحب محمد یوسف «فرقاني»، هم د نوښت او ابتکار اړوند خپلې چمتو شوې علمي خبرې د محصلینو سره شریکې کړې.

د یادونې وړ ده چې ګډونوالو محصلینو د دې ډول روزنیزو سمینارونو له ترسره کېدو خوښي وښوده او غوښتنه یې وکړه چې په راتلونکې کې ورته نور پروګرامونه هم تنظیم شي، تر څو د دوی فکري ودې او مسلکي پرمختګ ته زمینه برابره شي.

نېټه د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ (سرطان) ۹ مه
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۲:۲۵
Background image

رئیس جدیدالتقرر پوهنځی شرعيات پوهنتون سرپل رسماً معرفی گردید

مراسم معرفی رئیس جدیدالتقرر پوهنځی شرعيات پوهنتون سرپل طی یک محفل با حضور هیئت رهبری پوهنتون، روئسای پوهنځی‌ها، اساتيد، و شماری علمای ولایت سرپل برگزار شد.

این محفل با تلاوت آیاتی از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۳
Background image

برگزاری سیمینار غلمی تحت عنوان «اهمیت و ارزش هوش مصنوعی» برای محصلین ممتاز و مبتکر پوهنتون سرپل.

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

به‌منظور بلندبردن سطح آگاهی محصلان در عرصه تکنالوژی‌های نوین، تشویق جوانان به استفاده سالم و مؤثر آن، و آشنایی آنها با اهمیت و نقش هوش مصنوعی در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۲۲
Background image

سرپل پوهنتون کې د ۱۴۰۵هـ.ش کال د کانکور ازموينې داوطلبانو د بايومتريک معلوماتو د ثبت لړۍ شوه.

په سرپل پوهنتون کې د ۱۴۰۵هـ.ش کال کانکور ازموينې داوطلبانو د بايومتريک معلوماتو د ثبت پروسه د پوهنتون د رهبرۍ سره په همغږۍ د ملي ازموینو ادارې د پلاوي لخوا رسماً پيل او په منظمه توګه. . .

BACK TO NEWS